تازه خبرونه
په هرات ولایت کې د افغانستان او ایران د سرحدي چارواکو د همغږۍ غونډه جوړه شوه
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، چې پرون (سې شنبه د سلواغې څلیریشتمه ) د هرات ولایت په اسلامکلا بندر کې د افغانستان او ایران سرحدي چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه د همغږۍ غونډه وکړه.
دغه غونډه د هرات ولايت په کميشنرۍ کې د ٢٠٧ الفاروق قول اردو د پېنځمې سرحدي لوا د قومندان بريد جنرال محمد رحيم خادم پر مشرۍ د ايران د سرحدي چارواکو د يوه پلاوي په ګډون جوړه شوه.
د ملي دفاع وزارت ویاند زیاته کړې، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو د پیاوړتیا او په دې اړه د نظریاتو د تبادلې ترڅنګ د سرحدي ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.
دغه راز د ايران پلاوي د ملي دفاع وزارت د سرحدي ځواکونو له همکاريو خوښي او رضایت څرګنده کړ.
ویل کیږي، چې د اسلامي امارت سرحدي مسوولينو ګاونډ هېوادونو او په ځانګړي توګه ايراني لوري ته د هر ډول ګډو همکاریو او ښو اړيکو د رامنځته کېدا ډاډ ورکړ.