تازه خبرونه
په هرات ولایت کې د عربي اماراتو د الوتکې ناسته ځانگړې بڼه لري
د ظاهر قدیر په وینا؛ دا پرېکړه هم شوې وه، چې د کېږدیو او موترو د ساتنې له پاره ۲۰۰ میله وسله هم وپېرودل شي.
په هرات کې د عربي اماراتو د دې الوتکې پر ناستې په بېلابېلو بنسټونو کې نیوکې راپورته شوې؛ ولسي جرگې تېره ورځ په خپلې عمومي ناسته کې د ترانسپورت او هوایي چلند وزیرمحمدالله بتاش استجواب کړ.
ښاغلي بتاش ولسي جرگې ته په ډاگه کړه، چې افغانستان له یو شمېر هېوادونو سره پرانستې هوایي هوکړې لري، چې اړوند هېوادونه د خپلو الوتکو له کښته کیدومخکې خپلې خبرتیاوې ایمیلوي.
هغه دا هم ویلي، چې د الوتکې له راکښته کیدو مونږ خبر شوي و.