تازه خبرونه
په هرات ولایت کې د کانکور عمومي آزموینه واخیستل شوه
د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ نن سهار / پنجشنبه د غویی۳۰ / په دې ولایت کې د کانکور عمومي آزموینه واخیستل شوه، چې په کې له ۱۱۰۰۰ ډېرو ګډونوالو څخه یې ۵۶ سلنه ښځینه وې.
د کانکور آزموینې د عمومي کمېټې چارواکي وايي، چې تر دې دمه د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د کانکور آزموینې اخیستل شوي او دا بهر به چټک روان وي.
دمګړۍ په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۹۰ زره د کانکور آزموینې غوښتونکي دي، چې ۶۰۰۰۰ به ترې د هېواد د پوهنتونونو زدکړیالان شي.
د هرات پوهنتون چارواکي څرګندوي، چې سږکال به په دې ولایت د کانکور آزموینې شاوخوا ۵۰۰۰ کسان د پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې ومنل شي.
د هرات پوهنتون مشر عبدالله فایز ويلي، چې سږکال د هرات په کانکور آزموینه کې د نجونو شمېر د تېر کال په پرتله له ۴ سلنې ډېر د ی.
تېرکال شمسیه نومې له کابل ولایت څخه په دې آزموینه کې د ۳۵۳.۱۸۵ نمرو پر ترلاسه کولو لومړی ځای خپل کړ او د کابل پوهنتون د طب پوهنځی زدکړیاله شوه.
