تازه خبرونه
په هرات ولایت کې لسگونه زدکوونکي مسموم شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نن غرمه مهال د هرات ښار د لیسه فتح لسگونه زدکوونکي مسموم شوي دي.
یو شمېر زدکوونکیو د آریانا نیوز خبریال ته ویلي، چې د اوبو او خوراکي توکو له کارولو وروسته مسموم شوي دي؛ خو د امنیتي چارواکو له خوا تر دې دمه د پېښې په اړه څرگندونې شوې نه دي.
د پوهنې ریاست چارواکو د پېښې په اړه د زدکوونکیو څرگندونې ردوي او وایي، چې د یو شمېر زدکوونکیو روغتیایي حالت د هوا د تودوخې پر لامل خرابه شوی دی.
د آریانا نیوز د خبریال فواد احمدي د گزارش له مخي همدا اوس له سل ډېر زدکوونکي د هرات د حوزوي روغتون په عاجله څانگه کي بستر شوي دي.
د روغتون روغتیایِ چارواکي پېښه مني او وایي، چې د زدکوونکیو روغتیایي حالت مخ په ښه کیدو دی؛ خو یوازې د دوه تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.