تازه خبرونه
په هرات ولایت کې له دوه ترافیکي پېښو ۱۶ کسان مړه شوي
(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۳۹۹)
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دوه ترافیکي پېښو په پایله کې لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي دي.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، چې لومړۍ پېښه نن سهار د هرات – کندهار پر لویه لار د ادرسکن ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د دوه بس له ټکر رامنځته شوې ده.
د جیلاني فرهاد په وینا، په دې پېښه کې یوولس کسان مړه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوه یمه ترافیکي پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د هرات – اسلام قلعه پر لویه لار رامنځته شوې، چې په کې ۵ کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
فرهاد دا هم ویلي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دوه موترې د تېلو له تانکر سره ولګېدلې.
ویل کیږي، چې ډېرې ترافیکي پېښې د چلوونکیو له بې پروایۍ او چټک تګ او د سړک له ویاړۍ رامنځته کیږي.