سیمه ییز خبرونه
په هرات ښار كې د امريكا پر قونسلگرۍ ډله ييز بريد ۱۰ تنه وژلي او له شلو ډېر ټپيان دي
نن سهار د پېنځه نيمو بجو په شاوخوا كې يوه ډله ځانمرگو بريد كوونكيو لومړى د قونسلگرۍ په دروازه كې موټر بم ته چاودنه وركړه او وروسته څلور بريد كوونكي قونسلگرۍ ته وردننه شول.
چاودنه دومره ځواكمنه وه، چې د دوه كيلو مترو په واټن كې يي د كورونو او موټرو ښيښې ماتې كړې. له چاودنې څو شېبې وروسته د امنيتي ځواكونو او بريد كوونكيو تر منځ جگړه پيل شوه او د نړيوالو ځواكونو جيټ الوتكو او چورلكو سيمه د هوا له لارې څارله.
د ۲۰۷ظفر قول اردو قوماندان تاج محمد جاهد وايي، ټول بريد كوونكي وژل شوي دي.
ښاغى تاج محمد جاهد وايي، په لومړنۍ چاودنه كې د قونسلگرۍ دوه ساتونكي هم وژل شوي او د بهرنيو ځواكونو يو ژباړن هم څو شيبې وروسته په ډزو ووژل شو.
د هرات د حوزوي روغتون مسوولين وايي، له پېښې وروسته دوه مړي او شل ټپيان، چې ښځې او ماشومان هم په كې شته روغتون ته راليږدول شوي، چې د دوه ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
دغه بريد نن سهار ۹ بجې د څلورو نورو بريد كوونكيو په وژل كيدو پاى ته ورسيد او سيمه د افغان ځواكونو تر څارنې لاندې راغلې ده.
وسلوالو طالبانو د دې حملې مسووليت په غاړه اخيستى دى او گڼو كورنيو او بهرنيو سرتېرو ته يې د مرگ و ژوبلې د اړولو ادعا كړې ده.
په كابل كې د امريكا سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو دا حمله غندلې او له افغانستان سره يي د خپلو مرستو د دوام خبر وركړى دى.