سیمه ییز خبرونه

په هرات ښار كې د وسله والو غلاوو كچه لوړه شوې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هرات ښار كې د وسله والو غلاوو كچه لوړه شوې او دې چارې خلك اندېښمن كړي دي. يو شمېر خلك امنيتي مسئولين تورنوي، چې د خلكو د مال او ځان په ساتنه كې ناغېړي كوي.

په هرات  ښار كې په دې وروستيو كې د نقليه وسايطو د غلا ګراف لوړ  شوى، چې پرې خلك سختې نيوكې كوي.

اكثره دا وسايط  د شپې له مخې د وسله والو له خوا غلا كېږي او په ځينو مواردو كې د وسايطو خاوندان هم د غلو له خوا وهل كېږي.

د هرات اوسېدونكي وايي، داسې هم شوي، چې وسايط يي د كورونو له مخې او يا هم د كورونو له منځه غلا شوي دي.

د هرات يو شمېر اوسېدونكي همدا راز زیاتوي، چې په دې وروستيو كې د وژنو د پېښو پر زياتوالي اندېښمن دي.

سيمه ييز امنيتي مسئولين هم مني، چې د نقليه وسايطو غلا كېږي، خو ټينګار كوي، چې د بې اسنادو نقليه وسايطو په ټولېدو سره د غلا ګراف ټيټ شوى دى.

د هرات د امنيه قومندانۍ د امنيت آمرعبدالحميد حميدي وايي، له ودرول شويو موټر سايكلونو څخه ۲۵ په سلو كې غلا شوي دي.

په همدې حال كې كارپوهان په هرات كې د وسله والو غلاو او وژنو د پېښو پر زياتوالي بل ډول نظر لري.

سياسي كارپوه نعيم غيور مسئولين د خلكو د مالونو او ځان په ساتلو كې په ناغېړي تورنوي. دى وايي، په ځينو مواردو كې غله نيول كېږي، خو ژر بېرته خوشې كېږي.

په هرات كې له يوې مياشتې څخه په كمې موده كې له څلوېښتو زيات كسان د وسله والو مخالفينو په بريد كې وژل شوي يا دا، چې  په ښار او ناحيو كې د وسله والو غلو له خوا وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version