تازه خبرونه

په هرات ښار کې د زورواکي غوریاني او امنیتي ځواکو نو په نښته کې ۱۶ کسان ټپیان شوي

Published

on

یوې سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې حکومت د حبیب غوریاني نومي زورواکي وسلوال د نیولو هڅه وکړه؛ خو د امنیتي ځواکونو او د نوموړي د وسلوالو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

دغه نښته نن د هرات ښار د ۱۲ ناحیې اړوند په جبرائیل نومې سیمه کې د زورواکي حبیب غوریاني نومي د نیولو پر مهال رامنځته شوې ده.

د هرات د عامې روغتیا ویاند رفیق شېرزي وايي، چې له دې نښتو درې سرتېري او ملکي وګړي په ټپي حال کې د هرات حوزوي روغتون ته رالېږدول شوي دي.

د شېرزي په وینا؛ په پېښه کې درې ماشومان هم ټپیان شوي دي.

حبیب غوریانی د ناقانونه کړنو په ګډون پر وژنو او ناقانونه وسلوالو پر لرلو تورن پېژندل شوی دی.

د پېښې عیني شاهدانو ویلي، چې د ټپيانو شمېر ډېر دی او د پېښې ځای ته نږدې روغتیایي مرکزونو کې یې درملنه شوې ده.

تر دې دمه غوریاني او په هرات کې ځایي چارواکو رسنیو ته پدې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version