تازه خبرونه
په هرات کې افغان ځواکونو ۲۵ وسلوال طالبان وژلي
(Last Updated On: وږی ۱۵, ۱۳۹۹)
په هرات ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو لږ تر لږه ۲۵ طالب جنګیالي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت ویلي، چې دغه پېښه د دې ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، په دې نښتو کې د طالبانو یو سیمه ییز قومندان هم وژل شوی دی.
دغه وزارت زیاته کړې، چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې راټول شوي وه او پر افغان ځواکونو یې د برید پلان درلود.
د هېواد امنیتي ځواکونو پرون د وسلوالو طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره هوایی او ځمکني بریدونه تر سره کړي دي.