سوداگري
په هرات کې درې تولیدی کارخونې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې
د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د نږدې لس میلیون امریکایي ډالرو پر لګښت درې ولایتي کارخونې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.
دا کارخونې تېره ورځ د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې خصوصي سکتور پر پانګونه د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد فیضي غوریاني، د هرات ولایت والي سید عبدالوحید قتالي، د خلکو استازي محمد رضا خشک او یو شمېرملي کسبګرو او سوداګرو لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، د دغو کارخونو له پرانستې سره له ۵۰۰ دېرو کسانو ته کاري زمینه برابره شوې، چې ډېري یې میرمنې.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر حمیدالله خادم ویلي: له نویو تولیدي کارخونو سره سلګونه خلکو ته په غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.
د یادونې ده، چې له ۴۰۰۰۰ څخه ډېر خلک دا مهال د هرات صنعتي ښارګوټي په نږدې ۳۰۰ تولیدي کارخونو کې کار کوي.