تازه خبرونه
په هرات کې د الفاروق قول اردو ۲۲ کارکوونکيو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: چنګاښ ۱۳, ۱۴۰۱)
نن سهار (دوشنبه) په هرات کې د ۲۰۷ الفارق قول اردو د کارکوونکیو پر موټر وسلوال برید شوی.
ملي دفاع وزارت تائیدوي، چې نن سهار په هرات ښار کې د ۲۰۷ الفارق قول اردو دوه کارکوونکي د وسله والو لخوا وژل شوي او یو ۲۰ نور ټپیان دي.
د یادې قول اردو یوې سرچینې ویلي، چې د هرات ښار د څلورمې او پېنځمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وسله والو لخوا د ملکي کارکوونکیو پر دوه موټرو وسلوال برید شوی دی.
د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې د يادو کارکوونکیو دوه کسان وژل شوي او د دوه ماشومانو په ګډون شل نور ټپيان دي.
د هرات پولیس وايي، چې په دې بريد کې يو بريد کوونکى وژل شوى او دوه نور د پېښې له سيمې تښتېدلي دي؛ خو د ملي دفاع وزارت وياند ويلي، چې د پېښې ټول بريد کوونکي وژل شوي دي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه کوم کس یا ډلې پر غاړه ندی اخیستی.