سوداگري
په هرات کې د انګورو، شاتو او انځرو نندارتون جوړ شو
په روانه اوونۍ کې د هرات ولایت کروندګرو او بڼوالو د خپلو انګورو، شاتو او انځرو محصولات په یوه سیمه ییز ۴۰ کړکۍ لرونکي نندارتون کې، چې د کرنې او مالدارۍ د سیمه ییزې خونې لهخوا جوړ شوی و، نندارې ته وړاندې کړل.
د هرات د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال د انځرو په حاصلاتو کې ٨٠ سلنه او د انګورو په حاصلاتو کې ٤٠ سلنه کموالى راغلى او لامل یې د تېر ژمي سخته يخني او د تېرو دوه کلونو وچکالۍ ښودل شوې، چې پر بڼونو یې ناوړه اغېزه کړې ده. تر اوسه د هرات د تازه مېوو د صادراتو لار نهده خلاصه شوې او سوداګر له سترو ستونزو سره مخ دي او د سړو خونو د نشتوالي له امله باغ لرونکي خپلې مېوې پر ارزانه بيه پلوري.
د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې رییس بشیر احمد بهادري ویلي؛ اوس هم بهر ته د تازه مېوو د صادرولو په برخه کې ننګونې شته، سوداګرو ته د ویزو د ورکړې ستونزه نهده حل شوې او د دغه ولایت هوايي دهلېزونه تړل شوي دي.
کروندګرو او بڼوالو په دې جشن کې د انګورو تر څنګ نورې مېوې هم نندارې ته وړاندې کړې.
دا مهال په هرات کې د مېوې بازار په ټپه ولاړ دی.
د هرات د اوبې ولسوالۍ د بڼوالو استازی فریدون عظیمي وایي؛ بڼوال د معیاري سړو خونو د نشتواليله کبله اړ دي، چې خپلې مېوې پر ارزانه بیه وپلوري.
د هرات د کرنې او مالدارۍ رییس پیرمحمد حلیمي وايي، سږ کال د انځرو حاصلات په بې ساري ډول کم شوي؛ د تېر ژمي یخنۍ او وچکالۍ باغداران اغېزمن کړي دي.
بڼوال به سږ کال شاوخوا سل زره ټنه انګور راټول کړي؛ خو د تېر کال پر پرتله د دې مېوې حاصلات ډېر کم دي.