تازه خبرونه

په هرات کې د حبیب غوریاني او امنیتي ځواکونو له نښتو لسګونه کسان مالي او ځاني زیانمن شوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۳۹۹)

د هرات پولیسو نن (پنجشنبه د کب ۱۴) په ډاګه کړې چې د امنیتی ځواکونو او د سیمه ییز زورواکي حبیب غوریانی د وسلوالو تر منځ په نښتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړي ټپیان ا مالي زیانمن شوي دي.

پولیسو حبیب غوریاني د پیسو اخیستو، د نشه يي توکو قاچاق، غصب او پر نورو جرمونو تورن کړی او هغه پرون یې د هغه د نیولو هڅه وکړه؛ خو نوموړی له پولیسو سره په نښته کې ښکېل شو.

د پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي: د غوریاني وسلوالو پرون د ښار د ۱۲ ناحیې په اړوند سیمه کې د ځایي اوسیدونکي پلورنځي او کور ته ورننوتل؛ خپلسرې ډزې یې کړي، هغه یې  وهلی، مالي زیان یې وراړولی او د خلکو امنیت یې ګډوډ کړی دي. د دوی دغې کړنې د خلکو غصه راوپاروله او د دولسمې حوزې مخې ته یې د قانون پلي کیدو غوښتنه وکړه.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ سیمې ته د پولیسو له رسېدو سره سم د غوریاني وسلوالو پر پولیسو ډزې وکړې او ۱۴ پولیس یې ټپیان کړل.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ په دې نښتو کې د یوې ښځې او درې ماشومانو په ګډون ۳۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

پولیسو زیاته کړې؛ د غوریاني له وسلوالو څخه هم دوه کسان وژل شوي او اته نور له وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.

پولیس وايي، چې غوریاني له سیمې تښتیدلی؛ خو څارنه یې روانه ده.

دغه راز د هرات روغتیايي چارواکي ويلي، چې له دې نښتو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ ټپیان حوزوي روغتون ته رالېږدول شوي دي.

 په دې نښتو کې د اړوند سیمې خلکو ته ډېر مالی زیان هم اوښتی دی.

سرچینې زیاته کړې چې غوریانی له سیمې تښتیدلی، خو حبیب غوریاني په ترلاسه شوې ویډیو کې، چې پر پښه ټپي ښکاري او ورسره د حکومت دا کړنه سیاسي بولي.

ویل کیږي، چې اوسمهال امنیتي ځواکونه له سیمې وتلي دي.

د یادونې ده، چې د پولیسو او د حبیب غوریاني د وسلوالو تر منځ په نښته کې ولسي وګړيو ته مالي او ځاني زیانونه هم رسېدلي دي.

Trending

Exit mobile version