تازه خبرونه

په هرات کې د زعفران ګل نهمه ملي ننداره جوړه شوه

اوس‌مهال د هرات کروندګر د زعفرانو د حاصلاتو پر راټولولو اخته دي.

Published

on

په دې ملي ننداره کې د زعفرانو د پروسس شاوخوا څلویښت شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل.

اوس‌مهال د هرات کروندګر د زعفرانو د حاصلاتو پر راټولولو اخته دي.

د هرات د کرنې ریاست ويلي، په دې ولایت کې شاوخوا ۹ زره ۵۰۰ هکټاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې ده او ښایي، چې سږ کال به له ۴۰ ټنو زیات زعفران راټول شي.

د هرات په غوريان، پښتون زرغون، کرخ، زنده جان، انجيل او ګذره ولسواليو کې کروندګرو تر ټولو زيات زعفران کرلي دي.

په روان کال کې د هرات د کرنې ریاست د مرستندویه بنسټونو پر همکارۍ د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۲۴ ټنه د  زعفران پیاز وېشلي دي.

Trending

Exit mobile version