سوداگري

په هرات کې د شاتو تولیدي کچه لوړه شوې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۱, ۱۳۹۹)

د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې په دې ولایت کې د شاتو د تولید سږنۍ کچه لوړه شوې ده.

د هرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د دې ولایت د شاتو د تولید سږنۍ کچه ۲۰۰ مټریک ټنو ته ورسېده.

د هرات ولایت د کرنیزو چارو آمر بشیراحمد وایي؛ د هرات ولایت په کچه د شاتو مچیو ۵۹۳ فارمونه فعالیت لري، چې ترې سږکال ۲۰۰ مټریک شات تولید شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې په دې ولایت کې هر کال د شاتو مچیو روزنې فارمونه زیاتیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛  د دې ولایت د مرکز په ګډون د انجیل، ګذرې، کرخ، رباط سنګي، غوریان، اردسکن، پشتون زرغون، اوبۍ، چشت شریف، شینډنډ او ګلران ولسوالیو کې د نورو سیمو په پرتله ډېر شات تولید شوي دي.

دی زیاتوي: په هرات ولایت کې له دوو لارو شات ترلاسه کیږي؛ لومړی غرنۍ شات او دوه یم له روزنیزو فارمونو.

غرنۍ شات غوره کیفیت او مناسبه بیه لري، چې په کورنیو بازارونو کې یو کیلو شات له ۷۰۰ څخه تر زر افغانیو پلورل کیږي.

Trending

Exit mobile version