تازه خبرونه
په هرات کې د غور تیوره ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان ووژل شو
(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۴۰۰)
نن سهار د هرات ولایت په مرکز کې د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان حبیب الرحمن ملکزاده ووژل شو.
د حبیب الرحمن ملکزاده خپلوانو ويلي، چې نوموړی د هرات ښار په لومړۍ ناحیه کې د خپل کور په دروازه کې د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو وژل شوی دی.
د هرات امنیه قومندانۍ ویاند ثابت هروي د پېښې پخلی کړی او څرګندوي، چې بریدګر دوه تنه ول او پر ملکزاده له برید وروسته له سیمې تښتېدلي؛ خو په اړه یې د اسلامي امارت پلټنه روانه ده. تر اوسه کوم کس یا ډلې د برید پړه پر غاړه نده اخیستې.