تازه خبرونه
په هرات کې د هلوترست موسسې پېنځلس ماین پاکان راخلاص شول
د هرات امنیتي چارواکي وايي، چې د هلوترست موسسې پېنځلس ماین پاکان د وسلوالو له منګلو بېرته را خلاص شوي دي.
د هرات امنیه قومندان جنرال مجید روزي رسنیو ته وویل، چې یاد کسان د جمعې په ورځ د دغه ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د ایران پولې ته نږدې د وسلوالو له خوا تښتول شوي وه.
له دې وړاندې د هرات والي ویاند عبدالروف احمدي د یاد ولایت په سرحدي ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو دوه قوماندانان ملا طوفان او ملا حیدر د یادو ماین پاکانو په تښتوونې تورن کړي وه.
د هرات امنیتي چارواکو دا نه دي ویلي، چې یاد کسان چا تښتولي وه او نه یې هم تر دا مهاله د تښتولو مسوولیت چا په غاړه اخستی.
دا لومړی ځل نه دی، چې په هرات ولایت کې د هلو ترست موسسې ماین پاکان تښتول کېږې، بلکې دوه کاله وړاندې هم د یادې موسسې شپېته کار کوونکي په پښتون زرغون ولسوالۍ کې تښتول شوي وه، چې وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشي شول.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د جنګ ځپلې نړۍ د ماین زیانونو د پوهاوي نړیواله ورځ ده او په په کې پر آسانتیاوو راوستو غور کیږي.