کوید۱۹

په هرات کې د کرونا ویروس د څلورمې څپې له پیلېدو سره د ناروغانو شمېر ډېر شو

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۴, ۱۴۰۰)

په هرات کې ډاکټرانو ويلي، چې د ناروغانو نښې او نښانې ښيي، چې ډېری یې د کرونا پر نوې بڼه اومیکرون ویروس اخته دي، خو د ویروس شدت ډېر ندی او ژر یې درملنه کیږي.

د هرات د کویډ ۱۹ روغتون مشر عبدالمنان آزادمنش ويلي، چې دا ولایت د کرونا څلورمې څپې ته داخل شوی او د دې ناروغۍ نښې ښيي، چې ډېري ناروغان اومیکرون لري؛ خو بیا یې هم شمېر د ګاونډ هېواد ایران پر پرتله لږ دی.

چارواکي وايي، د دغې ناروغۍ څلورمې څپې د مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی لرو.

د هرات امبولانس مشر ابراهیم محمدي ویلي؛ دا مهال په هرات کې د کویډ نولس ناروغیو په دوه روغتونونو کې شاوخوا ۶۰ ناروغان تر درملنې لاندې دي.

ډاکټران مشوره ورکوي، چې خلک باید ټولنیز واټن او روغتیایی سپارښتنې په پام کې ونیسي.

په هرات کې  چارواکي وايي، چې په دې برخه کې کافي آسانتياوې لري او تر دې دمه له کومې ځانګړې ستونزې سره مخ شوي ندي.

د ډاکټرانو د څرګندونو له مخې؛ د کرونا ویروس نوې بڼه دا وخت په ماشومانو کې ډېره عامه ده او په نرینه وو او ښځینه وو کې یې شتون مساوي ښکاري.

Trending

Exit mobile version