تازه خبرونه
په هرات کې د کوچني اختر په مناسبت له ۲۵۰ ډېر بندیان خوشي شول
(Last Updated On: وری ۲۰, ۱۴۰۳)
د هرات ولایت د محبس مسوولینو ويلي، د کوچني اختر په مناسبت د اسلامي امارت د مشرتابه د بښنې فرمان له مخې ۲۵۲ بندیان خوشي شوي دي.
د هرات محبس عمومي مدیر محمد نبي خلیل زیاته کړې، چې په خوشې شویو کې ۳۹ ښځې او ۱۳ ماشومان هم شته.
دغه راز د ۱۷ کسانو د بند موده کمه شوې ده.
ویل کیږي، چې خوشې شوي کسان ډېري د کوچنیو جرمونو پر تور بندیان ول.