سیمه ییز خبرونه

په هرات کې د یوه ماشوم د اختطاف او وژنې په جرم دوه تنه اعدام شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هرات كې د يوه ماشوم د اختطاف او وژنې په جرم دوه كسان د دغه ولايت په زندان كې اعدام شوي دي.

څه باندې درې مياشتې مخكې په هرات كې د اختطافګرو لخوا د يوه سوداګر د زوى علي سينا وژنې خلك لاريونونو ته اړ كړل.

دوى پر دولت فشار راوست، چې د دغه ډول كړنو عاملان محاكمه كړي.

درې ګونو محكمو د علي سينا د وژنې په جرم  نيول شوي دوه كسان په اعدام محكوم كړل او افغان ولسمشر حامد كرزي د دغو كسانو د اعدام حكم تائيد كړى، چې د خلكو او د وژل شوي علي سينا د كورنۍ د خوښۍ لامل ګرځېدلى دى.

كه څه هم خبريالان مخكې له مخكې ور بلل شوي وو، خو  د دغو كسانو د اعدام حكم په علني ډول عملي نه شو او يوازې په جمهوري رياست پورې اړوندو كسانو د اعدام له صحنې تصويرونه واخيستل.

اختطاف په هرات كې د سترې ستونزې په توګه مطرح ده.

په تېرو كلونو كې يو شمېر كسان، چې اختطاف شوي لاهم بې دركه دي.

د اختطاف په جرم د دوو كسانو د اعدام په اړوند په هرات كې خلكو خوښې څرګنده كړې او غوښتنه يې كړې، چې حكومت بايد قانون عملي كړي.

د هرات والي داوود صبا وايي:

د دغه ولايت په زندان كې سل تنه نور هم د درې ګونو محكمو لخوا په اعدام محكوم شوي، خو په باب يې تر اوسه افغان ولسمشر وروستۍ پرېكړه نده كړې.

ځيني حقوقپوهان په دې باور دي، چې د اعدام حكم عملي كول په ټولنه كې د اصلاح روحيه پياوړې كوي.

Trending

Exit mobile version