تازه خبرونه
په هرات کې د یوه کور د چت د نړېدو له کبله څلور کسان مړه شول
(Last Updated On: کب ۲۲, ۱۴۰۲)
د هرات روغتون ډاکټرانو ويلي، چې په دغه ښار کې د يوه کور د چت د لوېدو له کبله د يوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي دي.
دا پېښه د هرات ښار په یوولسمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.
د هرات روغتون ډاکټرانو څرګنده کړې، چې په مړو شویو کې یوه ښځه او درې ماشومان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې شپې راپدیخوا هرات د سختو بارانونو شاهد هم دی.