تازه خبرونه
په هرات کې زلزله ځپلیو ته د استوګنځیو د وېش لړۍ روانه ده
د هرات سیمهییزو چارواکو ويلي، د دغه ولایت د انجیل ولسوالۍ په پروانه کلي کې د استوګنې نوی ښارګوټی پرانیستل شو.
د هرات زلزله ځپلیو ته د استوګنې د کورونو د سپارلو په لړ کې نن (دوشنبه د وري دیارلسمه ) د انجیل ولسوالۍ په پروانه سیمه کې د هرات ولایت د تېر کال زلزله ځپلیو کورنیو ته د (HHRD) بنسټ پر مالي مرسته د استوګنې ۸۰ نوي کورونه جوړ او زیانمنو ته وسپارل شول.
د هرات ولايت د مقام مرستيال حيات الله مهاجر فراهي زلزله ځپلیو ته د استوګنې د کورونو د سپارلو په مراسمو کې له هغو مرستندويه بنسټونو او خيريه موسسو څخه، چې د کورونو په جوړولو کې يې همکاري کړې د ستاینې ترڅنګ له نورو مرستندويه بنسټونو هم له اړمنو کورنیو سره، چې د زلزلې له کبله اغېزمن شوي د مرستې غوښتنه وکړه.
ویل کیږي، چې تر اوسه د هرات ولايت په بېلابېلو زيانمنو ولسواليو کې د زلزله ځپلیو لپاره د استوګنې څلور زره کورونه جوړ شوي دي.