تازه خبرونه
په هرات کې له یوې ځوانې ښځې سر غوڅ شو
په هرات کې یوه ځوانه ښځه د خپل میړه له خوا د چاقو په ګوزارونووژل شوې او وروسته یې سر غوڅ شوی.
پولیسو د ښځې خاوند او د هغه مور نیولي دي.
د ښځې خپلوان له عدلي او قضایي ادارو غواړي چې د دغې ښځې میړه ته سخته سزا ورکړي.
په تېر یوه کال کې په هرات کې له ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی دی او شاوخوا پنځوس میرمنې په همدې ولایت کې د تاوتریخوالي په پیښو کې له ژوند څخه بې برخې شوي.
دغه میرمن درویشت کلنه وه. دغه پیښه د جمعې په ورځ سهار وختي د هرات د انجیل په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د وژنې انګیزه کورنۍ ستونزې بلل شوي دي.
د دغې ښځې خپلوان وایی، د دغې ځوانې میرمنې خاوند د خپلې مور په همکاري سره دغه وژنه تر سره کړې ده.
سږکال په هرات کې د تاوتریخوالي پیښې دوه برابره زیاتې شوي دي او دغه پیښه هم د خپل ډول بوږنوکې هغه ده. په تېرو ۱۱ میاشتو کې په هرات کې ۲۵ میرمنې په بیلابیلو بڼو وژل شوي دي. له شلو زیاتو میرمنو په همدې ولایت کې د بیلابیلو عواملو له وجې ځانونه وژلي دي.