تازه خبرونه
په هرات کې له ۴۳ زره ډېر کسان له زلزلې زیانمن شوي دي – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی، چې په هرات کې د وروستیو زلزلو له کبله ۴۳ زره ۳۹۵ کسان اغېزمن شوي دي.
اوچا په خپل تازه راپور کې، چې د دوشنبې پر ورځ خپور شوع ویلي، چې د انجیل ولسوالۍ تر ټولو زیات زیانمن لري، چې شمېر یې له ۲۳۰۰۰ کسانو ډېر دی.
د ملګرو ملتونو د وروستیو څرګندونو له مخې؛ په هرات کې د زورورې او مرګونې زلزلې په پایله کې ۱۵۰۰ کسان مړه او شاوخوا دوه زره نور ټپیان شوي دي.
دغه ټولنه وايي؛ د زلزله ځپلیو خلکو د ژوند ژغورلو لپاره د سمدستي درملنې لپاره ۹۳.۶ میلیون دالرو ته اړتیا ده؛ ځکه، چې د ژمي سخته یخنۍ په رارسېدو ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې؛ د دې ټولنې همکارانو اوس زلزله ځپلیو ته بېړنۍ مرستې رسولي؛ خو زیانمنې کورنۍ لنډمهاله سرپناه، خواړه، نغدي مرستې، څښاک اوبو، روغتیا پاملرنې او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دانیل پیتر اندریس وایي: لکه څنګه، چې تاسې خبر یاست په تیرو نهه ورځو کې د افغانستان هرات ولایت د رښتر پر کچه د ۶ اعشاریه ۳ درجې درې زلزلو ولړزاوه او دغه زلزلې د اکتوبر پر ۷، ۱۱ او ۱۵ نېټو رامنځته شوي. د وروستیو څېړنو له مخې د دې زلزلو له کبله شاوخوا ۱۵۰۰ کسان مړه شوي دي. په دغو زلزلو کې څه د پاسه دوه زره کسان ټپيان دي او څه د پاسه ٤٥ زره نورې کورنۍ زيانمنې شوې دي .
د اوچا د څرګندونو له مخې، په هرات ولایت کې زورورې زلزلې څه باندې یو اعشاریه ۶ میلیون وګړي اغېزمن کړي، چې ۱۱۴ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
دانیل پیتر اندریس وایي: د زلزله ځپلیو د ژوند ژغورلو لپاره په عاجله توګه ۹۳.۶ میلیونه دالرو ته اړتیا ده؛ ځکه دوی به له سخت ژمي سره مخ شي او دا مرستې د دوی لپاره ډېرې اړینې دي.
اندریس ويلي؛ ځپلې کورنۍ لنډمهاله سرپناه، خوراکي توکو، نغدي مرستو، پاکو اوبو، روغتیا پاملرنې او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. سره له دې، چې د ملګرو ملتونو همکارانو اوس زلزله ځپلیو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړې هم دي.
د ملګري ملتونو د څرګندونو له مخې؛ د دغو زلزلو په پایله کې ۲۸۹ کلي زیانمن شوي او د یو زیات شمېر کلیو ویجاړي زیاته ده. د زنده جان او انجیل ولسوالیو کلیو ته تر ټولو زیات زیان رسیدلی دی. د بېلګې په توګه یوازې په زنده جان ولسوالۍ کې له ۳ زره ۳۳۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي. د زلزلې له کبله پر کورونو سربېره ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او نور بنسټونه هم زیانمن شوي دي.