تازه خبرونه
په هرات کې موټربم برید ۶۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۳۹۹)
کورنیو چارو وزارت د شنبې پر سهار ومنله، چې په هرات ولایت کې د تېرې شپې د موټربم برید مرګ و ژوبله پورته شوي؛ اته کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ دغه موټر بم برید د هرات ښار پر ۱۴ امنیتي حوزې ترسره شوی دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي؛ په دې برید کې د یو پولیس، درې ماشومانو، دوه ښځو او دوه نرینه وو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د اووه پولیسو په ګډون ۵۴ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې دې چاودنې ۱۴ کورونه هم زیانمن او ویجاړ کړي دي.
د دغه برید پړه تر دې دمه هیچا پر غاړه اخیستې نده.