تازه خبرونه

په هرات کې ناڅرګندو وسلوالو د یوې کورنۍ ۱۴ غړیو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

د هرات سیمه ییزو چارواکو منلې، چې تېره شپه د غبرګولي ۲۵ د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د هرات پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده ویلي، چې دغې کورنۍ د دې ولایت انجیل ولسوالۍ ته د لنډمهالي ښه وخت تېرولو لپاره سفر کړی و، چې هلته پرې ناڅرګندو وسلوالو ډزې کړې دي.

د ولیزاده د څرګندونو له مخې؛ په پېښه کې دوه میرمنې او یو ماشوم مړه شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د پېښې د علت او انګېزې د څرګندولو لپاره د پولیسو هڅې روانې دي.

Trending

Exit mobile version