سیمه ییز خبرونه
په هرات کې يو انسان تښتوونکى ووژل شواو بل ټپي دی
نن (چارشنبه، د کب ۱۶) په هرات ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته یو انسان تښتونکی وژل شوی او یو بل ونیول شو.
د هرات امنیتي چارواکو ويلي، پېښه د انجیل ولسوالۍ د پوران په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
یوې امنیتي سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې انسان تښتوونکیو یوه اوونۍ مخکې د هرات ښار له اوومې ناحیې یو ماشوم انجیل ولسوالۍ ته تښتولې او لېږدولی و.
ویل کیږي، چې امنيتي ځواکونو نن سهار يو ماشوم د تښتوونکیو له منګولو وژغوره.
د ژغورنې په دې عملیاتو کې یو تن تښتونکی د هرات له کشفي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی او یو بل نیول شوی دی.
د سړي تښتوونکي جسد د څو ساعتونو لپاره په هرات ښار کې د خلکو د عبرت لپاره ایښی و.
