تازه خبرونه

په هرات ګمرک کې اور‌لګېدنې مالي زیانونه رامنځته کړل

د هرات ګمرک مرستیال عصمت الله یاسر وايي: له بده مرغه د چارشنبې پر ماسپښین د تخنیکي ستونزې له کبله اورلګیدنه رامنځته شوه، چې تر اوسه یې لامل ندی معلوم.

Published

on

په هرات ګمرک کې د چارشنبې پر ورځ ( د زمري څلیریشتمه ) د اورلګېدنې له کبله سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

د دې ولايت د ګمرک چارواکو ويلي، چې اور د دې رياست د پلټنې په ډګر کې پيل او نورو برخو ته پراخه شو.

تر اوسه د دغې اورلګېدنې له کبله د اوښتو زيانونو کره شمېر معلوم ندی؛ خو يو شمېر سوداګر وايي: د دوى مالونه، چې د ګمرک په ګودامونو او د دفتر د پلټنې په ډګر کې پاتې ول؛ ټول سوځېدلي دي.

ویل کیږي، چې اورلګېدنه لږ تر لږ پېنځه ساعتونو ته غځېدلې ده.

د هرات ګمرک مرستیال عصمت الله یاسر وايي: له بده مرغه د چارشنبې پر ماسپښین د تخنیکي ستونزې له کبله اورلګیدنه رامنځته شوه، چې تر اوسه یې لامل ندی معلوم.

ځايي ادارې د اور د کنټرول لپاره له خصوصي سکټور څخه د همکارۍ غوښتنه کړې عامه او خصوصي سکټور وکولی شو، چې په پېنځه ساعتونو کې لږ تر لږه ۹۰ سلنه د اور د پراخېدو مخه ونیسي.

نجيب الله نومی زیانمن وايي: زمونږ د دوه سوه زره ډالرو پر ارزښت مالونه وسوځېدل، چې تر اوسه هم اور ندى مړ شوى او شونې ده، چې زموږ ټول مالونه وسوځېږي.

زلمی بهادري وايي: اور مړ شو؛ ټولوصنعتکارانو، چې څه امکانات او اسانتیاوې لرلې ترې کار واخیستل شو؛ زما په ګډون، چې د اوروژنې څو ټانکه مې لرل پر اوروژنه بوخت دي.

د هرات ګمرک چارواکو ويلي: تر اوسه معلومه نده، چې په اور کې څومره سوداګریز توکي سوځېدلي؛ خو سوداګرو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

ځینې ​​نیوکه کوي، چې د مالونو د محصول او له ګمرکه د وتلو لپاره ورځې او اوونۍ پرې تېريږي.

د هرات په ګمرک کې یوه له جدي ستونزو څخه د سوداګرو د مالونو د زییره کولو لپاره د اسانتیاوو او مناسب ځای نشتوالی دی. د دې ادارې چارواکي مني، چې اور وژنې ته د ورته پېښو د مخنيوي لپاره پوره اسانتياوې نلري.

Trending

Exit mobile version