روغتيا
په هرو ۲ دقیقو کې یوه ښځه د زیږون پرمهال مري
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې په هرو دوه دقیقو کې یوه ښځه د امیندوارۍ او ماشوم زیږون پر مهال مري.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ټولنې څرګنده کړې؛ که څه هم د میندو د مړینې کچه په تېرو ۲۰ کلونو کې درې برخې راټیټه شوې؛ خو اوس هم په هرو دوه دقیقو کې یوه ښځه د امیندوارۍ یا زیږون د اختلالاتو له کبله مري.
دغه راز ویل شوي، چې د میندو د مړینې کچه د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د پام وړ کمه شوې؛ خو د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ په پراخه کچه ودرېده او حتا په ځینو سیمو کې بېرته ګرزېدلې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د نورو سازمانونو د راپور له مخې، په ۲۰ کلنه موده کې د میندو د مړینې په کچه کې ۳۴.۳ سلنه کموالی راغلی، چې په ۲۰۰۰ کال کې په هرو ۱۰۰ زره زیږونونو کې د ۳۳۹ میندو د مړینې کچه ۲۲۳ ته ورسېده. په هرصورت، دا احصائیه ښیي، چې په ۲۰۲۰ کې هره ورځ نږدې ۸۰۰ میرمنې یا په هرو ۲ دقیقو کې یوه ښځه مري.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي منشي تدروس ادهانوم ګبریوس ویلي: په داسې حال کې، چې امیندواري باید د ټولو میرمنو لپاره د امید او مثبت تجربه وي، دا اوس هم د نړۍ د میلیونونو خلکو لپاره خورا خطرناکه تجربه ده.
د فرانسې ۲۴ د هغه دڅرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ نوې احصائې پدې ټینګار کوي، چې هره ښځه او نجلۍ روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري او دا، چې دوی کولی شي د امیندوارۍ له حق څخه په بشپړه توګه کار واخلي.
دغه راپور، چې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د میندو د مړینې کچه څاري؛ موندلې، چې د ملګرو ملتونو له ۸ سیمو څخه په دوه – اروپا او شمالي امریکا او لاتینه امریکا او کارابین کې د میندو د مړینې کچه له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۰ پورې لوړه شوې ده؛ خو په نورو ځایونو کې پر ټپه ولاړ ده.