سیمه ییز خبرونه
په هر ساعت كې يوه مېرمن د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه وركوي
د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسف په افغانستان كې د مور او ماشوم مړينه لاهم د اندېښنې وړ بولي. د يونيسف د شمېرو له مخې اوس هم په هر ساعت كې په افغانستان كې يوه مېرمن د زېږون پر مهال مري.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د ارقامو له مخې كه څه هم د تېر په پرتله د مور او ماشوم د مړينې كچه راټيټه شوې، خو لا هم دغه حالت د اندېښنې وړ دى.
مسئولين وايي، چې تر دې مخكې په هر نيم ساعت كې يوه مور د زېږون پر مهال مړه كېده، خو اوس په هرو دوو ساعتونو كې يوه مور د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه وركوي.
په كابل كې د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندق ادارې په افغانستان كې د مور او ماشوم د مړينې دغه ارقام د اندېښنې وړ وبلل.
په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق رئيس پيتر كراولي وايي:
دا چې اوس هم په هرو دوو ساعتونو كې يوه مور د زېږون له كبله مري، د اندېښنې وړ ده. مونږ يو ځل بيا په افغانستان كې د مور او ماشوم د خونديتوب لپاره په خپلو ژمنو ټينگار وكړ. نړيواله ټولنه د مور او ماشوم خونديتوب ته جدي پاملرنه كوي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي:
د مور او ماشوم د خونديتوب لپاره د نړيوالو مرستندوېه بنسټونو ملاتړ ته اړتيا لرو.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان په لرې پرتو سيمو كې لا هم يو زيات شمېر مېندې د نا امنيو او يا هم د سيمه ييزو رواجونو له مخې روغتيايي مركزونو ته نه ځي او په خپلو كورونو كې زېږون كوي.