تازه خبرونه
په هر ولایت کې به د کمرو پرمختللي سیستونه ولګول شي – کورنیو چارو وزارت
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت تامیناتي چارو معین د چینایي کمپنۍ Huawei له استازیو سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان په هر ولایت کې به د کمرو پرمختللي سیستمونه ولګول شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یو لړ څرګندونو کې ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت تامیناتي چارو مرستیال عبدالله مختار په خپل دفتر کې د چینايي کمپنۍ هواوي له استازیو سره وکتل.
د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې، په دې کتنه کې د تکنالوژۍ او یو شمېر نورو مهمو پروژو په اړه هم بحث او د نظر تبادله وشوه.
دغه راز عبدالله مختار ویلي: مونږ اراده لرو، چې د افغانستان په هر ولایت کې د پرمختللیو کمرو سیستمونه فعال او هغه پروژې ومنو، چې د کیفیت او قیمت له پلوه ښې وي.
د هواوي شرکت رییس ویکتور په دې ناسته کې ویلي: مونږ ژمن یوو، چې تل په افغانستان کې د اسلامي امارت تر چتر لاندې کار وکړو.
دغه راز ویکتور د اسلامي امارت د مسوولینو له ښه تعامل څخه مننه او رضایت څرګند کړ.
ویل کیږي، چې د تامیناتي چارو مرستیال د دغه شرکت استازیو ته د ښه راغلاست پرمهال هغوی ته د همکارۍ او امنیت ډاډ هم څرګند کړ.