تازه خبرونه

په هلمند، میدان وردګ او بلخ ولایتونو کې ۳۰ وسلوال طالبان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې په هلمند، میدان وردګ او بلخ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ له نښتو لږ تر لږه ۳۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ تېره شپه وسلوالو طالبانو د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند پر سربند او یخچال او دغه راز د  نادعلي ولسوالۍ د نهربغرا پر امنیتي پوستو بریدونه کړي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو، درېیمې پلي لوا جزوتامونو د وسلوالو طالبانو دغو بریدونو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی.

په دې بریدونو کې ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي؛ د ګرشک ولسوالۍ اړوند یخچال او سربند کې ۱۳ وسلوال او د نادعلي ولسوالۍ اړوند نهربغرا کې ۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

دفاع وزارت دا هم څرګنده کړې، چې د جګړې په ډګر کې د وسلوالو طالبانو ۵ جسدونه پاتې دي او ۳ میله کلاشینکوفونه یې هم  امنیتي ځواکونو لاسته راوړي دي.

همدارنګه د ملي اردو ځواکونو مسلکي پرسونل په سنګین، ناوه او خاشرود ولسوالیو کې ۲۸ کړۍ د وسایطو او پرسونل ضد ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.

دغه راز دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ اړوند په محمدقلي سیمه کې هم پر ملي امنيتي ځواکونو ډله ییز برید کړی دی.

دغه برید د ملي امنیتي ځواکونو لخوا له کلک غبرګون او ماتي سره مخ شو.

په دې نښته کې ۹ وسلوال طالبان وژل شوي او يو سراچه ډوله موټر او يو موټرسايکل يې هم له منځه تللي دي.

همدارنګه دفاع وزارت ویلي، چې نن سهار د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر کاروان برید کړی؛ خو پر شاه وتمبول شول. په دې نښته کې ۳ وسلوال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

دغه راز ویل شوی، چې امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ په عبدالرحمزي، سرمنګ، قوربقهخانه، اوګلان او حاجي آغا کلیو کې د وسلوالو طالبانو ګواښونه هم له منځه وړي او اړوند سیمې د طالبانو له شتون پاکې شوې دي.

دفاع وزرت په دې نښتو کې د امنیتي ځواکونو له زیانونو څه ندي ویلي.

طالبانو هم تر دې دمه د دغو بریدونو او ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حا کې ده، چې ملګرو ملتونو په جګړه کې له ښکېلو لوریو غوښتي، چې د سولې خپلمنځي خبرو لپاره اورکم  ومني او ملکي وګړي له روانې مرګ و ژولې وژغوري.  

Trending

Exit mobile version