تازه خبرونه

په هلمند د امريکا بې پیلوته الوتکو طالبانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند کې چارواکو په ډاګه کړې، چې د امريکا د بې پیلوته الوتکو په دوه بريدونو کې لسگونه طالبان وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي.

په هلمند کي د پولیسو ۵۰۵ زون قومندان پاسوال عصمت الله دولتزي له رسنیو سره په خبرو کې وويل، چې لومړی برید په نادعلي ولسوالۍ کې تېره ورځ سهارمهال شوی، چې په وينا يې دېرش وسلوال وژل شوي دي.

ښاغلى دولتزی څرګندوي؛ په دوه يم بريد کې، چې تېره ورځ ناوخته د مارجې ولسوالۍ پر اړوند سیمه تر سره شوی شاوخوا اویا تنو وسلوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده

په سم لاسي توگه په افغانستان کې بهرنېو ځواکونو د دې بريدونو په اړه څه نه دي ويلي او نه هم طالبانو د افغان چارواکو ادعاوو ته غبرگون ښودلى.

په دې وروستیو کي افغان او بهرنیو ځواکونو د هلمند په یو شمېر سیمو کي هوایي عملیات پیل کړي، چې چارواکي يې تر ډېره بریالي بولي.

Trending

Exit mobile version