تازه خبرونه
په هلمند كې اووه پوليس په مرموز ډول وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د هلمند د گرمسير ولسوالۍ امنيه قوماندان تيمورشاه نظري وايي، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په بيرتاقي سيمه كې د پوليسو يوې پوستې ته شړومبې وروړل شوي، چې له څښلو وروسته مسموم شوي دي.
هغه زیاتوي؛ وروسته وسلوال پوستې ته ورغلي او د پوستې د قوماندان په گډون يې اووه پوليس وژلي، وسلې او موټر يې له ځان سره وړي دي.