تازه خبرونه
په هلمند كې بريتانوي پوځيانو خپل حضور يوې اډې ته راټول كړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په افغانستان کې بريتانوي ځواکونو ویلي، چې د هلمند ولایت پر یوې اډې پورې یې پوځي حضور محدود کړی دی او نورې اډې یې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.
بريتانوي ځواکونه له څو کلونو راهیسې د افغانستان په سويل هلمند ولایت په بېلابېلو سيمو کې ميشت ول او باستین يې لویه اډه ده.
په پام کې ده، چې برتانوي ځواکونه هم د ناتو ځواکونو د مهالوېش له مخې د روان کال تر پایه له افغانستان څخه ووځي.
بريتانوي ځواکونو ویلي، چې په وروستیو کې یې خپلې ډېرې اډې تړلې دي او د دغو پوځي اډو تجهیزات یې د هلمند “کمپ باستین” اډې ته لېږدولي دي.
په تېر څو کلن پوځي ماموریت كې بريتانیا شاوخوا لس زره پوځيان لرل، چې تر ډېره د هلمند په بېلابېلو سیمو کې ميشت ول؛ خو اوس یې شمېر کابو څلور زره ته راټيټ شوی دی.