سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې به د ۶ ميليون دالرو پرلگښت ۳۵ ښوونځي جوړ شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هلمند كې به شپږ ميليون امريكايي ډالر د ۳۵ ښوونځيو پر ودانيو ولگول شي.

دا څرگندونې د پوهنې وزير په لښكرگاه كې د پنجشنبې په ورځ( د سلواغې ۱۹) په هغه غونډه كې وكړې، چې د دې ولايت د چارواكو، قومي مشرانو، گڼو ښوونكيو او زده كوونكيو په گډون جوړه شوې وه.

نوموړي داهم وويل، چې د دې ولايت د پوهنې رياست په واك كې به ټول هغه امكانات وركړ شي، چې ورته اړتيا ليدل كيږي.

د پوهنې وزيرداكتر فاروق وردگ په  دې غونډه كې اعلان وكړ، چې:

په نږدې ورځو كې به په هلمند ولايت كې د شپږميليون امريكايي دالرو پرلگښت په مركز لښكرگاه او ځينو ولسواليو كې د ۳۵ ښوونځيو د ودانيو چارې پيل او د جوړولو هوكړې به يې هم په همدې ولايت كې ترسره شي.

د نوموړي په وينا:

په دې ودانيو كې لومړيتوب هغه سيمو ته وركول كيږي، چې يا خو له وړاندې په كې ښوونځي ودانى نه لري او يا هم زده كوونكي په خيمو كې زده كړې كوي.

هغه زياته كړه، چې:

دا مهال دې ولايت ته د تشكيل له مخې ۳۳۸ ښوونځي وركړ شوي، چې دا كچه به څلورسوه ښوونځيو ته لوړه شي.

د پوهنې وزير وويل، چې:

د ودانيو جوړولو لپاره بشپړ امكانات لرو، خو د ځمكې د ترلاسه كولو لپاره پيسې نشته.

نوموړي په دې ولايت كې له ښاروالۍ او نورو اړوند ارگانونو څخه غوښتنه وكړه، چې:

د پوهنې رياست اړوند ځمكې، چې ښكاره بېلگه يې په لښكرگاه  ښاركې كوكه بازار دى خوشي كړي.

نوموړي د هلمند له اوسيدونكيو وغوښتل، چې هغه ۱۵۰ ښوونځي، چې د زده كوونكيو پرمخ تړلي پاتې دي په بيا پرانيستلو او د ښوونځيو په ساتلو كې بشپړه همكاري وكړي.

Trending

Exit mobile version