سیمه ییز خبرونه
په هلمند كې تاوتريخوالى او ملكي مرگ و ژوبله زياته شوې
په هلمند كې د بشري حقونو خپلواك كمسيون ځايي چارواكى محمد بلال صديقي د چهار شنبې په ورځ(د وږي۲۱) د يوې خبري غونډې پرمهال وويل، چې د روان لمريزكال په تېرو څلور مياشتو كې ۵۲ تنه ملكي وگړي د ځانمرگوبريدونو، ماين چاودنو او جگړو له كبله وژل شوي او۵۷ تنه يې ټپيان شوي دي.
هغه له ښكېلواړخونو وغوښتل، چې د جگړو پرمهال د ملكي وگړيو ژوند ته بايد ډېره پاملرنه وكړي.
ښاغلى صديقي وايي، چې په هلمند كې د ملكي مرگ و ژوبلې ترڅنگ د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي كچه هم لوړه شوې ده.
د نوموړي په وينا، په تېرو څلور مياشتو كې اتلس قضيې راغلې، چې ۱۱ ترې عدلي ارگانونوته سپارل شوې دي.
هغه وايي، چې په سمه توگه د قانون نه پلي كولو د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي كچه لوړه كړې، چې په اړه يې مجرمو كسانو ته هم پوره سزا نه وركول كيږي.
د صديقي په خبره، په دې ولايت كې د يادو ستونزو ترڅنگ د څه باندې ۵۰ تنو بنديانو يو كال بې برخليكه پاتې كيدل هغه څه دي، چې دوى ورسره په تېرو څلور مياشتو كې مخ او په اړه يې معلومات راټول كړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د تلفاتو نيمايي برخه ښځې او ماشومان دي.