تازه خبرونه

په هلمند كې دوه نوماندانو ته د ځوانانو او ښځو څانگې پرانيستل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هلمند ولايت كې د ځوانانو لپاره د ولسمشرۍ د نوماند داكتر زلمي رسول او د ښځو لپاره د داكتراشرف غني احمدزي د تبليغاتي كمپاينونو څانگو په كارپيل وكړ.

په هلمند كې د داكتر زلمي رسول د تبليغاتي كمپاين استازي وايي، چې:

په لښكرگاه ښاركې پر نورو دفترونو سربېره د ځوانانو لپاره هم نوې څانگه پرانيستل شوه، چې له همدې لارې ځوانان خپلې رايې د داكترزلمي رسول په گټه وكاروي.

په دې مراسموكې وينا والو داكتر زلمى رسول د ولسمشرى لپاره وړشخصيت وباله او د هلمند له ټولو اوسيدونكو يې وغوښتل، چې خپلې رايې د ده په گټه استعمال كړي.

دغه راز په لښكرگاه ښاركې د داكتر اشرف غني اړوند د ښځو لپاره د روان كمپاين د دفترڅانگه هم پرانيستل شوه.

په دې دفتر كې چارواكي وايي، له همدې دفترڅخه به د ښځو لپاره نه يوازې په لښكرگاه، بلكې په ځينو ولسواليو كې هم د كمپاين لړى پرمخ يوړل شي.

په دې غونډه كې ځينو ښځينه وينا والو وويل، چې نه يوازې به خپلې رايې د داكتراشرف غني احمدزي په گټه وكاروي، بلكې نورې ښځې به هم وهڅول شي، چې د نوموړي ملاتړوكړي.

Trending

Exit mobile version