سیمه ییز خبرونه
په هلمند كې د برښنا بند د بيا رغونې ژمنې نه عملي كيږي
د هلمندد گرشك ولسوالۍ اوسيدونكي وايي، چې د سيمې د اوبو بند د بيا جوړونې ژمنې د تېرو شپږ كلونو راپد يخوا دوام لري؛ خوتراوسه پرې كار پيل شوى نه دى.
د دوى په وينا، چارواكو هر وخت په دې برخه كې پخې ژمنې كړي ان تردې، چې ورته شاوخوا ۷۰ ميليون امريكايي دالرهم ځانگړي شوي ول؛ خو تر اوسه يې د جوړيدو څرك نه ليدل كيږي.
دغه اوسيدونكي زياتوي، اوس مهال برښنا يوازې بډايو او دولتي كسانو ته وركول كيږي پاتې ټول ولس
اړدي، چې په شخصي لگښت د ځان لپاره برښنا چمتوكړي.
د هلمند د برښنا رييس انجنير فيض الله وايي، چې د گرشك د برښنا فابريكه شاوخوا ۵۰ كاله وړاندې، چې په كې دوه توربينونه نصب شوي جوړه شوې او تردې مهاله ورباندې د بيارغونې چارې نه دي ترسره شوي.
د نوموړي په وينا، كه څه هم دا مهال پكې نيم ژواندې برښنا شتون لري؛ خو دا برښنا د دې جوگه نه ده، چې د دوى ستونزې ورباندې حل شي.
دى وايي، اوسمهال د تړون چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونكي كې به ورباندې د بيارغونې چارې پيل، چې ورسره جوخت به د گرشك د برښنا كچه څلوراعشاريه اته ميگاوات ته لوړه شي.
نوموړي په ډاگه كړه، چې اوسمهال ياده فابريكه يوازې يو اعشاريه اته ميگاوات برښنا توليدوي، چې هغه د ښارپه هټيوالو وېشل شوې او ټولو اوسيدونكيو ته بسنه نه كوي.
گرشك د هلمند اړوند د هرات – كندهار په لويه لار لويه اوگڼ ميشته ولسوالي ده.