سیمه ییز خبرونه
په هلمند كې د برېښنا د عوايدو سيستم كمپيوټري شو
په هلمند ولايت كې د برېښنا چارواكي وايي، چې د برېښنا د عوايدو سيستم مو كمپيوټري كړو.
وړاندې له دې د كتابچې له سيستم څخه كاراخيستل كيده، چې نه يوازې به ډېرستونزمن و، بلكې درغلي او د پيسو غلاوې به هم په كې كيدلې.
دوى همدا رازوايي، چې د برېښنا د محصول په وركړه كې ټولې ځايي دولتي ادارې پاته راغلې او دا مهال څه كم سل ميليون افغانۍ پوروړې دي.
د هلمند د بريښنا رييس انجنيرفيض الله وايي، چې اوس مهال په هرو دوه مياشتو كې د برېښنا مصرف كوونكيو ته د برېښنا د محصول د ترلاسه كولو لپاره بيل وروړل كيږي اومصرف كوونكي به د برېښنا محصول بانك ته تحويلوي.
نوموړى زياتوي، چې:
په دې ولايت كې ټولو دولتي ادارو د برېښنا د محصول پيسې له څو كلونو راپديخوا نه دي تحويل كړي چې دا مهال يادې ادارې ۹۶ ميليون افغانى پوروړې دي.
انجنيرفيض الله له دولتي اداروڅخه غوښتنه وكړه، چې برېښنا دې د منظم پلان له مخې مصرف كړي، چې په راتلونكي كې پوروړې نه شي.
دا په داسې حال كې ده، چې دا مهال د هلمند په شمالي ولسواليو كې په هرو دوه مياشتو كې شاوخوا شپږ سوه ميليون افغانۍ عوايد د دولت وسلوال مخالفين ترلاسه كوي.