سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې د دولتي ځمكو په غصب كې لوړپوړي چارواكي ښكېل دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هلمند د عدليې رييس حاجي محمد طيب وايي، چې د املاكو او كادسترادارو لخوا د ورسپارل شويو لستونو له مخې ۴۵۰۰ كسان، چې ډېره برخه يې عام خلك دي د دولتي ځمكو په غصب كې ښكېل دي.

هغه وايي، چې په دې لستونو كې د ځينو لوړپوړيو دولتي چارواكو؛ په ولسي او مشرانو جرگو كې د هلمند د خلكو د ځينو استازيو او نورو كسانو نومونه هم شته، چې پراخه ځمكې يې غصب كړې دي.

هغه زياتوي، د غصب شوې ځمكې كچه سلگونه زره جريبه ځمكې ته رسيږي، چې تردې مهاله دوى يوازې ۶ زره جريبه ځمكه د غاصيبينو له منگولو خلاصه كړې ده.

په همدې حال د هلمند د ولايتي شورا منشي عطاالله خان د عدليې رياست يادې شوې شمېرې په ځاى بولي او وايي، چې دولتي چارواكي نه يوازې د ځمكو په غصب كې ښكېل دي، بلكې په مخنيوي كې يې هم گام نه دى پورته كړى.

ښاغلى عطالله خان زياتوي، واقعا دا ځمكې غصب شوې حتا جنگونه او شخړې پرې راغلې دي په ځينو مواردو كې دولت سازش ورسره كړى ورته يې ويلي، چې تاسې پخپله پرې جوړشئ كه نه بيا يې دولت در څخه اخلي؛ نو دولت بايد په دې برخه كې اقدام وكړي خپل ملكيت لاس ته راوړي او په قانوني توگه يې خلكوته ووېشي.

بل لورته د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمرمل پاسوال جمعه گل همت هم په پراخه توگه د دولتي ځمكوغصب نه ردوي او وايي، چې دوى هغه كسان د پوليسو له ليكو ايستلي، چې په غصب كې يې لاس درلود.

د نوموړي په وينا، د دې ستونزې د مخنيوي لپاره ټولې اړوند ادارې بايد په گډه همغږى گام پورته او مخه يې ونيسي.

په دې ولايت كې د عدليې رياست چارواكي وايي، چې تردې مهاله په دې ولايت كې شاوخوا ۷۰۰ زره جريبه دولتي ځمكې غصب شوې اودا لړۍ اوس هم پرمخ روانه ده.

Trending

Exit mobile version