1393ټاكنې
په هلمند كې د رايو نيمايي سلنه مركزونه له امنيتي گواښونوسره مخ دي
په هلمند ولايت كې د ټاكنو خپلواك كمسيون ځايي چارواكي وايي، چې لسگونه مركزونه غيرفعاله دي او يو شمېر نور تر لوړ او منځني گواښ لاندې دي.
په هلمند كې د ټاكنو خپلواك كمسيون ځايي مسوول قدرت الله نقشبندي وايي، چې له ۲۱۴ مركزونوڅخه ۷۲ د امنيتي ستونزوله كبله غيرفعاله،۱۵ ترلوړ او۱۷ مركزونه ترمنځني امنيتي گواښونو لاندې دي.
هغه وايي، چې د كمسيون لخوا ټولې چارې په برياليتوب پرمخ روانې دي اوكومه ستونزه په وړاندې نه ويني؛ خو يوازنۍ ستونزه يې په وړاندې د يادوشويومركزونو په وړاندې امنيتي ننگونې دي.
هلمند والي محمد نعيم دغه ستونزه نه ردوي او وايي، چې د هلمند په شمالي سيمو كې دا مهال د رايې اچونې مركزونو په وړاندې گواښونه زيات دي او د دې ترڅنگ دوه ولسوالۍ دا مهال د وسله والو طالبانو په ولكه كې دي.
هغه زياتوي، د دې ترڅنگ د هلمند په ځينو نورو سيمو كې هم د دې مركزونو په وړاندې گواښونه شته ؛ خو امنيتي ځواكونو ته امر شوى، چې اوس مهال ډېره پاملرنه همدې ستونزې ته راواړوي او د يادو مركزنو په وړاندې د گواښونو كچه راټيټه كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې څه موده وړاندې د دې ولايت امنيتي مسوولينو يوازې ۱۵ مركزونه تر لوړتهديد لاندې ښودلي ول.