1393ټاكنې
په هلمند كې د رايې اچونې پېنځلس مركزونه ترجدي گواښ لاندې دي
په هلمند كې هم د نورو ولايتونو په څيرد يكشنبې په ورځ(د سلواغې۱۳) د نوماندانو ټاكنيز كمپاين پيل شو.
د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگار وايي، چې:
د ولايت په كچه ټول ۱۴۲ رايې مركزونه جوړشوي، چې ۱۵ يې تر جدي امنيتي گواښونولاندې دي.
نوموړى زياتوي، په همدې موخه د دې ولايت په بېلابېلو سيمو كې عمليات پيل شوي، چې ياد شوي مركزونه منځني حالت ته راوگرزوي او منځني حالت عادي حالت ته راټيټ شي.
نوموړى ډاډ وركوي، چې د راتلونكيو ټولټاكنو لپاره پوره چمتوالى لري او پرته له كومې ستونزې به د ټاكنوپروسه ترسره شي.
د هلمند والي مرستيال احمد مسعود بختور وايي، چې د هلمند په ځينو شمالي ولسواليو كې د ټاكنو په وړاندې امنيتي ستونزې شتون لري؛ خو د دې ستونزو د حل لپاره بېلابېل پلانونه په كاراچول وي دي.
د هلمند والي محمد نعيم وايي، چې اوسمهال د نوماندانو د ټاكنيز كمپاين لپاره منظم پلانونه په كاراچول شوي اودا پروسه به په ډاډمنه توگه پرمخ ولاړه شي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې ولايت كې د ټاكنو خپلواك كمسيون سيمه ييزمسوول قدرت الله نقشبندي وايي، چې د نوماندانو كمپاينونه پيل شوي او تر دې مهاله يې په وړاندې كوم خنډ نه ليدل كيږي.