سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې د شوراب هوايي ډگرافغان دولت ته سپارل كيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هلمند ولايت كې چارواكي وايي،د شوراپهوايي ډگر اته كاله وړاندې په نړيوالومعيارونو جوړشوى، چې دوه ځغاستليكې لري اوډېرژربه افغان دولت ته وسپارل شي.

نعمت الله زهير رپوت راكوي، چې د هلمند د شوراب هوايي ډگرپه واشيرولسوالۍ كې اته كاله وړاندې جوړ شوى او تراوسه ترې يوازې د پوځي الوتنولپاره گټه اخيستل كيږي، چې افغان دولت ته به له سپارل كيدو وروسته ملكي الوتنې هم ولري.

د هلمند والي محمد نعيم وايي، ددې هوايي ډگرپه اړه يې د هوايي چلند له وزارت،بهرنيانواونورواړوند اداروسره خبرې كړي اوپه دې سلا شوي، چې ددې هوايي ډگرد سپارلوچارې به په نږدې راتلونكي كې پيل كړي.

د هلمند مستوفي عبدالرشيد ستانكزى وايي:

دا، چې دغه هوايي ډگرافغان دولت ته وسپارل شي په نوموړې سيمه كې به يوگمرك هم جوړشي، چې نه يوازې به د دولت په عوايدوكې ډېروالى راشي، بلكې نړيوالې راكړې وركړې به هم پيل اود سيمې په كچه به كرنيزمحصولات په آسانۍ بهرنيوهېوادونوته وليږدول شي.

په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردومرستيال جنرال غلام فاروق پرواني وايي، چې نوموړى هوايي ډگرد هېواد په كچه له لويوډگرونوڅخه دى او دوه ځغاستليكې لري، چې يوه به يې په پوځي اوبله به يې په ملكي برخه كې وكارول شي.

د نوموړي په وینا، له اړونده اداروسره خبرې شوي، چې په نږدې راتلونكي كې به د بهرنيوځواكونواستازى هم راشي اوياد شوى هوايي ډگربه له اړوند تاسيساتو وسپاري.

دا په داسې حال كې ده، چې د هلمند ځينې اوسيدونكي وايي، ښايي ددې هوايي ډگرد نه سپارلولاملونه د ولسمشریزو ټاکنو لانجمن بهيراوله امريكا سره د امنيتي تړون نه لاسليكيدل وي.

Trending

Exit mobile version