تازه خبرونه
په هلمند كې د طالبانو يو لوى زندان مات شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
له دې زندان څخه نږدې شپيته كسان خوشي شوي دي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيكو مسوول محمد رسول ځاځى وايي، چې دا ۵۹ كسان تېره شپه د گرشك ولسوالې په نهرسراج ولسوالې كې د كوماندو ځواكونو په ځانگړیو عملياتو كې خوشي شوي دي.
هغه زیاتوي، په دې عملياتو كې د طالبانو هغه زندان مات شوي، چې دوى به په كې بنديان ساتل .
نوموړي په ډاگه کړه؛ تراوسه روښانه نه ده، چې په دې كسانو كې څومره دولتي كسان او څو نور ملكي وگړي دي.
هغه وايي؛ دوى په دې اړه بايومتريك څېړنې پيل كړي، چې له بشپړيدو وروسته به يې خپلو كورنيو ته وسپارل شي.