روغتيا
په هلمند كې د فاطمه بيات روغتون خدمتونه ۲۴ ساعتونو ته لوړ شوي دي
په لښكرگاه كې د فاطمه بيات ۵۰ بستريز روغتون آمر داكتر غلام حيدرحسيني وايي، چې دا مهال د نوموړي روغتون خدمتونه ۲۴ ساعتونوته غزيدلي او د مور او ماشوم په څانگه كې يې ډېرې ستونزې اوارې كړي دي.
د نوموړي په وينا، مخكې هره مياشت نوموړي روغتون د زيږون شاوخوا لس ناروغانو مراجعه كوله؛ خو اوس دغه شمېره ۳۰ ناروغانو ته لوړه شوې او په ورځني ډول دې روغتون ته په ياده شوې برخه كې شاوخوا ۱۵۰ تنه مراجعه كوي.
د هلمند ځينې ښځينه اوسيدونكې د دې روغتون فعاليتونه ستايي او وايي، چې د ولادي ناروغيو په برخو كې مو ډېرې ستونزې اوارې كړې دي.
دوى له نورو بنسټونو څخه هم غوښتنه كوي، چې په ورته برخو كې خلكو ته خدمتونه وړاندې كړي، چې د خلكو شته ستونزې لږ شي.
د يادونې وړده، چې د بيات بنياد لخوا د هېواد په نورو ولايتونو كې هم ورته روغتونونه جوړشوي او هره ورځ په كې د گڼو ناروغانو درملنه ترسره كيږي.
د ا روغتون شاوخوا درى كاله وړاندې په لښكرگاه ښاركې د بيات بنياد لخوا جوړشوى، چې په لومړيوكې يې يوازې ۱۲ ساعته د موراوماشوم د روغتيا په برخو كې خدمتونه وړاندې كول؛ خو اوس يې په يادو شويو برخو كې خدمتونه نور هم غوړيدلي دي.