سیمه ییز خبرونه
په هلمند كې د كروند گرو پر كروندو كيمياوي توكي شيندل شوي
په هلمند كې د گرشك، نادعلي، مارجې او ناوې ولسواليو اوسيدونكي او كروندگر وايي، چې:
پر ځمكو يې داسې كيمياوي توكي له هوا شيندل شوي، چې له كبله يې ټول شنه فصلونو اوهمدا راز كرنيزو محصولاتو ته درانده زيانونه اوښتي دي.
د هلمند يو شمېر كروندگر او اوسيدونكي وايي، چې د شپې لخوا نه يوازې پر كرنيزو ځمكو، بلكې د استوگنې پر سيمو هم كوكنارو ته ورته دانې شيندل شوې وي.
د دوى يه وينا، د همدې توكو له كبله شنه فصلونه او كرنيزمحصولات زيانمن شوي او له دې سره يې جوخت انسانانو او څارويوته هم بېلابېلې ناروغۍ رامنځته كړې دي.
كه څه هم په دې ولايت كې د عامې روغتيا رييس داكترعنايت الله غفاري پر دې لامل را پيدا شوې ناروغۍ نه مني.
د دې ولايت د كرنې سرپرست رييس شاد محمد، چې دوى ته هم په دې اړه د گڼو كروندگرو شكايتونه رسيدلي او ياد شوي مواد يې هم ور وړي وايي:
ياد شوي مواد تر څېړنې لاندې نيول شوي، چې تردې مهاله يې پايلې نه دي په ډاگه شوي.
نوموړي آريانا تلويزيون ته په ډاگه كړه، چې :
له بده مرغه، چې له مونږ سره د زراعت د مكانيزه كولو امكانات نشته؛ خو مونږ خپل پيغام د آريانا له لارې مركز ته رسوو او غوښتنه كوو، چې د دې ناورين په راكمولو كې مرسته وكړي.
د نوموړي په وينا، په دې ولايت كې د كروندگرو شنو فصلونو او محصولاتو ته كه څه هم زيانونه اوښتي؛ خو تر اوسه داسې شواهد نه دي موندل شوي، چې گواكې كيمياوي توكي پرې شيندل شوي وي.
سیمه ییز خبرونه
په جمو کې ۴۲ هندو زیارت کوونکيو ته مرګ و ژوبله اوښتې – هندي پولیس
هندي پولیسو ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) د شکمنو تندلارو په برید کې ۹ هندو زیارت کوونکي وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
د جمو د سیمهییزو پولیسو یوه چارواکي موهیټا شرما ویلي: وسلهوالو تند لارو پر بس برید کړی؛ بس په دره کې لوېدلی، چې له کبله یې ۹ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
د هند پولیسو ویلي، چې د دې پېښې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او په سیمه کې د شکمنو بریدګرو د موندلو عملیات پیل شوي دي.
دا پېښه نن په داسې ورځ رامنځته شوې، چې نریندرا مودي د درېیم ځل لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
د هندي زیارت کوونکیو وژنې ته په نغوته کې د نریندرا مودي د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي پر ایکس پاڼه لیکلي: دا شرموونکې پېښه په جمو او کشمیر کې د خطرناک امنیتي وضعیت رښتینی انځور دی.
جمو او کشمیر، چې پاکستان یې هم د ملکیت ادعا لري؛ له لسیزو راپدیخوا د سخت دریځو اسلامپالو د تاوتریخوالي مرکز دی او لسګونه زره خلک پرې وژل شوي دي.
پر ۲۰۱۷ کال هم شکمنو وسلهوالو په جمو او کشمیر کې د هندو زیارت کوونکیو پر یوه بس برید کړی و، چې په کې اته کسان وژل شوي دي.
تېره ورځ د جمو د پولیسو مشر ویلي، چې په دې سیمه کې د ځايي تندلارو شمېر کم شوی، چې پر وینا یې یوازې په جمو کې له ۷۰ څخه تر ۸۰ بهرني تندلاري فعال دي.
له ۲۰۱۹ کال راپدیخوا، چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي پر مشرۍ حکومت د کشمیر نیمه خپلواکي هم واخیسته؛ د هند پر وړاندې د کشمیري بېلتون غوښتوونکیو او تندلارو کرکه او غصه مخ پر زیاتېدو ده.
په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان او هند له خپلواکۍ وروسته، کشمیر، چې ډېري یې مسلمانان دي؛ پر دوه برخو ووېشل شو، چې یوه برخه د هند تر ادارې لاندې او بله یې د پاکستان تر ادارې لاندې ده.
هند او پاکستان – دوه اټومي وسله لرونکي سیال ګاونډیانو – د کشمیر پر سر دوه ځله جګړه کړې. که څه هم له دغو دواړو هېوادونو څخه هر یو د کشمیر یوه برخه تر خپلې ادارې لاندې لري؛ خو دواړه یې د بشپړ ملکیت ادعا لري.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان د یوې چاودنې له کبله ۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول
د پاکستان پوځ د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) ویلي، چې له افغانستان سره پولې ته څېرمه د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پوځ پر یوه لارۍ د بمي چاودنې له کبله اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې بمي برید مسوولیت ندی منلی.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پوځ یوه موټر ته څېرمه چاودنه شوې، چې له کبله یې د یوه افسر په ګډون اووه سرتېري وژل شوي دي.
دا پېښه د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې لکیمروټ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
تحریک طالبان پاکستان په تېرو وختونو کې د ورته بریدونو مسوولیت منلی دی.
پاکستان تل ویلي، دا ډله په افغانستان او قبایلي سیمو کې شتون لري او د پاکستان د حکومت د نسکورولو لپاره وسلهواله مبارزه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت تل د پاکستاني پوځ ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د اسلامآباد داخلي ستونزه ده.
سیمه ییز خبرونه
د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته د وړ نوماندانو نوملړ اعلان شو
د ایران د ټاکنو مرکزي دفتر ویاند محسن اسلامي نن یکشنبه (د غبرګولي شلمه) د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د وړ نوماندانو نوملړ اعلان کړ.
مهر خبری سرچینې راپور ورکړی، چې په دې نوملړ کې د مصطفی پورمحمدي، مسعود پزشکیان، امیرحسین قاضيزاده، علیرضا زاکانی، سعید جلیلي او محمد باقر قالیباف نومونه راغلي دي.
د خلکو له باور سره سم محمود احمدينژاد او علي لاریجاني هغه دوه نوماندان دي، چې د شورانګهبان لهخوا وړ ونهپېژندل شول او په دې ټاکنو کې به ګډون ونکړي.
ایران د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې د ولسمشر ابراهیم رییسي له مړینې وروسته له وخت مخکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کوي.
ټاکل شوې، چې دا ټاکنې د روان ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د چنګاښ پر اتمه ترسره شي.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامي امارت ته مشوره مداخله نده؛ د تهران غونډه ورته ښه تریبون و، خوګډون یې په کې ونکړ
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته د وړ نوماندانو نوملړ اعلان شو
-
لوبی13 hours ago
هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د روسیې ولسمشر د کابل او مسکو پر نږدې اړیکو ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه1 day ago
اسرائیل د افغانستان او ایران ترمنځ د درز رامنځته کولو هڅې کوي
-
تحول4 days ago
تحول: متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي پر سفر غبرګونونه
-
نړۍ2 days ago
شمالي کوریا جنوبي کوریا ته د کثافاتو د بالونونو استول بیا پیل کړل