سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې د وسلوالو طالبانو په وړاندې شپني عمليات پيل شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هلمند كې د عامه نظم  پوليسو د وسلوالو طالبانو په وړاندې شپني عمليات پيل كړي دي.

د عامه نظم د اوومې لوا چارواكي، د وسلوالو طالبانو لخوا د خالد بن وليد نومو عملياتو پيل يوازې تبليغات بولي او وايي:

په هر ډول حالاتو كې چمتو يو، چې له خلكو او هېواد څخه دفاع وكړو.

په هلمند كې د عامه نظم  پوليسو د اوومې لوا قوماندان سمونوال غلام سخي غفوري د سه شنبې په ورځ(د غويى۱۰) خبريالانو ته وويل، چې:

اوس مهال په دې ولايت كې له ۴۰۴ ځانگړې قطعې سره په گډه شپني عمليات پيل شوي او موخه يې داده، چې له يوې خوا د سرتېر د ځانگړيو عملياتو مهارتونه لوړ شي او له بلې خوا وسلوال طالبان وټكول شي.

د غفوري په وينا، د دوى سرتېري د هلمند په شپږ ولسواليو كې امنيتي دندې پرمخ بيايي؛ ۹۰ سلنه په تجهيزاتو او وسلوسمبال او مسلكي وړتيا يې هم لوړه شوې، خو لويې ننگونې يې په وړاندې د ماين شنډولو د تخنيكي ډلو او ښځينه پوليسو نشتوالى دى.

هغه وايي، چې په دې ولايت كې د تېرو څلور كلونو په اوږدو كې دوى ته يوازې ځمكنيو ماينونو د سرزيانونه اړولي او دا، چې د عامه نظم پر پوليسو له وسلوالو طالبانو سره د همكارى تورونه لگول كيږي هيڅ حقيقي بنسټ نه لري.

Trending

Exit mobile version