روغتيا

په هلمند كې د پوليو يا گوزڼ نوې پېښه رامنځته شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند د عامې روغتيا رييس داكترعنايت الله غفاري وايي، چې د گوزڼ ياده شوې تازه پېښه په دې  وروستيو كې د نادعلي ولسوالۍ د ماتكي دښت سيمه كې رامنځته شوې، چې له كبله يې يو دوه كلن ماشوم چې شپږ ځله ورته د پوليو په وړاندې واكسين هم وركړشوى كړيږي.

هغه وايي، چې څه باندې يو كال په دې ولايت كې د پوليو مثبته پېښه نه وه رامنځته شوې؛ خو د دې پېښې رامنځته كيدل دوى ته دا ناوړه زيرى وركوي، چې اوس هم په دې ولايت كې د پوليو ويروس شتون لري.

د نوموړي په وينا، چې د دا ډول پېښو د رامنځته كيدو لاملونه په ځينو سيمو كې امنيتي ستونزې، له يوې سيمې څخه بلې ته د خلكو بيځايه كيدل او له بلې خوا د واكسين له ډلو سره د خلكو نه همكاري ده، چې تنكي ماشومان له دا ډول ستونزو سره مخ كيږي.

د هغه په خبره، چې دوى د واكسين د كمپاين د پراخوالي په موخه نورې ډلې هم زياتې كړي، چې د بېلگې په توگه يې په مارجه ولسوالۍ كې د ۳۰ نويو تيمونو يادونه كولى شو.

غفاري له امنيتي ځواكونو او وسله والو مخالفينو څخه هم غوښتنه كوي، چې په سيمو كې بايد د واكسين له ډلو سره پوره همكاري وكړي،چې په ټولو سيمو كې كم عمره ماشومان واكسين كړى شي.

Trending

Exit mobile version