سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې د ډنمارك هېواد له روغتيايي مركزونو سره د وسايلو مرسته وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سيمه ييزو چارواكو په وينا:

د ډنمارك هېواد د هلمند ولايت د عامه روغتون له رياست سره مرسته شوي روغتياي وسايل  به د بېلابېلو روغتيايي مركزونو په واك كې وركړشي.

دا وسايل د سه شنبې په ورځ(د سلوانې۱۷) د هلمند د عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.

د هلمند والي مرستيال مسعود بختور وايي، چې:

په دې وسايلو كې د التراساوند، ايكسرې او د ماشوم د درملنې پرامكاناتوسربېره يوه اندازه درمل هم شامل دي، چې د ډنمارك هېواد لخوا مرسته شوي او د ليږد په چارويې ۱۴۰ زره امريكايي ډالرارزښت لري.

د نوموړي په وينا:

ياد وسايل به هغه روغتيايي مركزونو ته وركړ شي، چې دا مهال ورته ډېره اړتيا ليدل كيږي.

د هلمند د عامې روغتيا رييس داكترعنايت الله غفاري وايي، چې:

په دې وسايلو به د دوى د روغتيايي خدمتونو كچه نوره هم  لوړه او په دې برخه كې به مو يو شمېر ستونزې حل شي.

غفاري په ډاگه كړې، چې:

پر دې سامانونو به د ناروغانو عمليات هم پيل كړو. له بده مرغه د عامه روغتون پنځوس بستريز نسايي ولادي څانگه د ښځينه پرسونل ستونزه لري. سره له دې، چې په وار وارمو اعلانونه كړي، خو څوك كاركولو ته نه حاضريږي.

دوى له مرسته كوونكيو هېوادونو غواړي، چې دې ته ورته د نورو وسايلو مرسته هم وكړي او د دې ولايت ټول روغتيايي مركزونه مجهزكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې د دې ولايت د مركزي سيمو ځينې اوسيدونكي له روغتيايي خدمتونو خوښ دي، خو د ليرې پرتو سيمو اوسيدونكي وايي، چې اوس هم د وړ روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له امله دوى له گڼو ستونزو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version